ایکنانیوز- دعراق د کربلا ګورنر ددې خبرې په کولو سره چې هغو کسانو سره به چې د کربلا معلی ښار د سپکاوي او د دیني هویّت ته په سپک نظر سره ګوري،سخت چلند وشي، په درست ولایت کې ئې له جمعې راهسې د کریسمس د وَنو د غونډولو حکم اجرا کړ.
ایکنانیوز د عراق براثا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د کربلا والي او دامنیت د لوړې کمیټې مشر نصیف الخطابی ،ټينګار وکړ، چې له هغو کسانو سره به چې د کربلا د دینی هویّت او ښار د سپکاوي نیّت لري، سخت تدبیرونه غوره شي ،له جمعې ورځې راهسې د هغو وَنو د غونډولو چې د کربلا په واټونو کې د نوی میلادي کال د جشنونو په مناسبت لیدل کیدې ، اطلاعیه اجرا شوې او د کربلا له واټونو دغه وَنې لیرې کړي شوي دي. دغه راز په کرکوک کې هم د نوي میلادي کال او کریسمس د ستورې لغوه شوي دي.
ایکنانیوز په دې اړه یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4190712